د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د کتابونو او تدریسي موادو مرسته وشوه
یوې خیریه ادارې، د لغمان ولایت پوهنې ریاست ته د ۲۳ زره ۷۳۴ ډالرو په لګښت، درسي کتابونه او اړین تدریسي مواد چمتو کړل.
په یاده مرسته کې ۲۸۰۵۰ ټوکه کتابونه، د ښوونکو لپاره د تدریسي مرستو ۴۳۹ کڅوړې او ۲۰ سپینې تختې شاملې دي، په پام کې ده چې د ټاکل شوې سهمیې سره سم په یاد ولایت کې ښوونځیو ته ووېشل شي.
