د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي کڅوړو مرسته وشوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۵
6456

د یوه همکار بنسټ له لوري، د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳۱۳ زره او ۶۰۶ ډالرو په ارزښت، د ۵۹۲۸ کڅوړو درسي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د ښوونکو لپاره ۱۹۱۴ کڅوړې د درسي مرستندویه موادو او د زده‌کوونکو لپاره ۲۱۰۰ کڅوړې قرطاسیه شامله ده، چې د ټاکل شوې ونډې له مخې به د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ته ووېشل شي.
چارواکي وایي چې د دغو مرستو وېش به د ښوونیز بهیر پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د لا ښو زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۵۲
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د لسمو ټولګيو له زده کوونکو څخه د اخيستل شويو" يو شان او متمرکزه معياري ازموينو" پايلې له اړوندو ادارو سره شريکې شوې

د پوهنې وزارت د کيفيت تضمين معينيت په نوښت، تېر کال د کابل ښار په کچه د ا/مارتي او خصوصي ښوونځيو د لسمو ټولګيو له شاوخوا ٣٧٠٠٠ تنه زده کوونکو څخه يو شان او متمرکزه معياري ازموينې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره شپږ جریبه ځمکه وقف او ورته نوې ودانۍ جوړېږي 

د لغمان ولایت د بادپخ ولسوالۍ بره‌قلعه دیني مدرسې لپاره د سیمه ييزو خلکو له لوري شپږ جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د يادې ځمکې ارزښت شاوخوا یو میلیون افغانۍ اټکل شوی او ټاکل شوې، چې د خلکو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۱:۴۴
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره دوه جریبه ځمکه وقف شوه

د غزني ولایت اندړ ولسوالۍ اړوند شهاب‌خېل ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړولو په موخه، د سیمې اوسېدونکو لخوا دوه جریبه ځمکه وقف شوې ده.
د ياد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، دغه ځمکه د پوهنې مسلکي. . .

BACK TO NEWS