د قرارداد د پریکړې خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۳
dfgh
ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي چې د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د (۲) فقرې له مخې، د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د فرزه، شکردره، پغمان، موسهي، میربچه کوټ، بګرامي او خاکجبار ولسوالیو کې د ۶ بابه ښوونځیو او ۲ بابه مدارسو د ترمیم قرارداد درامش دانش د سړک جوړولو او ساختماني شرکت ته چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په چهاراهي مارکېټ کې موقعیت لري، په ټولیزه توګه د ۶۸۷۳۲۱۲.۹۶ (شپږمېلیونه، آته سوه او درې اویا زره، دوه سوه دولس اعشاریه نه افغانۍ ) ورکړي.
هغه حکمي او حقوقي اشخاص چې په دې برخه کې کوم اعتراض لري کولای شي، چې د دې خبرتیا د خپرېدو له نیټې څخه د ۷ ورځو په اوږدو کې خپل اعتراضونه د دلایلو سره په لیکلې بڼه د کابل ولایت پوهنې ریاست ته چې شاه دوشمشره سره نیږدې د افغان ترک لېسې څنګ ته موقعیت لري، وسپارئ. شرط پاڼه دې وګورئ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS