د غور ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام فرمانونه تشرېح او توضېح شول

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۱:۱۶
شظط

د غور ولایت پوهنې ریاست د پروګرامونو د آمرینو په ګډون د امربالمعرف او نهی عن المنکر د قانون او د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو او لارښوونو په اړه روزنیز پروګرام، د یادې ادارې کارکوونکو لپاره جوړ شو.
په پیل کې د پوهنې ریاست د ښوونکو د روزنې او عمومي زده‌کړو آمرینو د اسلامي.ا. د مشرتابه عالي مقام د فرمانونو په اړه د دیني مدارسو د جوړولو او تاسیس، د تعلیمي ادارو د منسوبینو د ټاکلو او د انساني قاچاق مخنیوي په اړه فرمانونه د دې ادارې کارکوونکو ته په هر اړخیزه توګه تشرېح کړل.
په پای کې د تعلیمي ادارو عمومي مدیر هم کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون تشرېح کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS