د غزني پوهنې ریاست کې د مسلکي ښوونکو او مامورینو د ګمارنې پروسه پیل شوه
د پوهنې وزارت، غزني: د غزني پوهنې ریاست کې تر اته سوه ډېرو د پنځم او شپږم بستونو د ښوونکو او مامورینو د مقرري پروسه پیل شوه.
یاد بستونه چې (۷۹۸) یې د ښوونکو او (۲۵) نور یې د مامورینو اړوند دې د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمیسیون له لوري د ازاد سیالۍ له لارې آزموینه اخیستل شوي وه، چې د مقرری چارې یې د غزني پوهنې ریاست له لوري د یوه خبري ناستې په ترځ کې د ګمارنې د کمیټې په حضور کې پیل شو .
په یاده غونډه کې رعنا نجمی د پوهنې ریاست تدریسي مرستیالي خبرې وکړې، او د مقرری د روڼتیا له اړخه یې داوطلبانو ته ډاډ ورکړ.
همدارنګه د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال دادګل اختري چي د ګمارني کمیټې مشریی په غاړه لرله، د ګمارني د څرنګوالې په اړه یې معلومات ورکړل او له خپل کاري ټیم سره یې د کمارني اړوند ټول فورمو په اړه د او طلبانو ته معلومات ورکړل.
