د غزني ولایت مرکز اړوند په قلعه آزاد کلي کې، د یو ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۷ - ۱۱:۴
123

د غزني ولایت مرکز اړوند په قلعه آزاد کلي کې، د آزاد خان بابا د منځني ښوونځي  د ودانۍ بنسټ ډبره، د یو لړ هغو مراسمو په ترڅ کې چې د یاد ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو پکې ګډون درلود، کېښودل شوه. 
د یاد ولایت پوهنې رياست د انسجام رئیس مولوي حکیم داد حکيمي په وينا، په پام کې ده، چې ياد منځنى ښوونځى په پینځه جرېبه ځمکه کې د ۱۵میلیونه افغانیو په لګښت سره په دوو پوړونو کې چې شپاړس درسي خونې او نور ضروري ملحقات به ولري، جوړ شي.
د نوموړي په وینا د یاد ښوونځي د ودانۍ مالي لګښت د مرحوم آزاد خان بابا کورنۍ له لوري ورکول کیږي.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال د یاد منځني ښوونځي زده کوونکي په یوه کرایي کور کې په زده کړو بوخت دي، چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې شته ستونزه هواره شي.
د یاد ولایت پوهنې ریاست مشرتابه، د مرحوم آزاد خان د کورنۍ له مرستې او همکارۍ د قدردانۍ تر څنګ له خلکو وغوښتل، چې له پوهنې ریاست سره په مادي او معنوي توګه همکاري وکړي او خپل ماشومان د دیني او عصري علومو د زده کړو په موخه، مدارسو او ښوونځیو ته واستوي. 
په پای کې یاده غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د پوهنې وزارت د تدریساتو کمېسیون ۹۳ یمه غونډه د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۹۳یمه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د کمېسیون غړو او د وزارت د ۱۲ مرکزي ریاستونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۴:۳۳
Background image

د پوهنې دوه ولایتي خبرونه

سرپل
د پوهنې وزارت مالي او حسابداري ریاست پلاوي د سرپل ولایت له پوهنې رئیس محترم مولوي محمد رحماني سره وکتل او یاد ولایت ته یې د خپل سفر موخه د OFFMIS سیسټم پرانستل او په هغه ریاست کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۷
Background image

د لسمو ټولګو له زده‌کوونکو څخه د ځینو درسي مضمونونو معیاري ازموینه اخیستل کېږي

دا چې د درسي کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول د پوهنې وزارت د ستراتیژیک پلان له مهمو لومړیتوبونو څخه دي؛ نو په همدې موخه د معیاري ازموینو او ښوونیزو پایلو ارزونې ریاست د خپلې کاري. . .

BACK TO NEWS