د سړو او ګرمو سیمو د دیني مدارسو د ۱۴۴۸ هـ.ق کال څلورنیم میاشتنیو ازموینو د پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو معینیت خبر ورکوي:
د کابل ښار پوهنې ریاست په ګډون، د ملک ټولو ولایتي پوهنې ریاستونو ته خبر ورکول کېږي چې د دیني مدارسو، دارالعلومونو، دارالحفاظونو او دارالایتامونو د څلورنیم میاشتنیو ازموینو بهیر به د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۲۵مه، چې د شنبې ورځې سره سمون خوري، پیل او د صفرالمظفر میاشتې تر ۷مې نېټې، چې د پنجشنبې ورځې سره برابره ده، دوام وکړي.
د ولایتونو پوهنې ریاستونه او د یادو ریاستونو د اسلامي زدهکړو آمریتونه مکلف دي چې د ازموینو د منظم ترسره کېدو لپاره مناسب چاپېریال او اړینې اسانتیاوې برابرې او د ازموینو ټول اصول او مقررات په بشپړه توګه مراعات کړي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
