د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ
د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده کړه چې دغه ډول ښوونیزې برنامې د ښوونکو د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا او د ښوونیز کیفیت ښه والي لپاره اغېزناکې دي.
هغوی له ګډونوالو وغوښتل، ترڅو له برابرو شویو ښوونیزو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
