د زابل ولایت د چهل د ختران لېسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۹ - ۹:۵۳
د زابل ولایت د چهل د ختران لېسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه

د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د مرکز اړوند د قلات ښار د چهل دختران لیسې نوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترځ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
په هغه مراسمو کې چې په همدې موخه جوړ شوي وه، د زابل والي رحمت یارمل ، د پوهنې رییس نصرالله زاهد، د یاد ریاست کارکوونکو، د سیمي مشرانو ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله.
د زابل والي رحمت الله یارمل د چهل دختران لېسې د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله زیاته یی کړه ، د چهل دختران لېسې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په مجموعي لګښت د افغانستان د ملي بودجې ځخه د ۸ میاشتو په موده کې جوړه شوې ، چې ۱۶ درسي خوني، احاطوي دیوال عصري تشنابونه، میز او چوکۍ د څښاک اوبه نورې اړوندې ښوونیزې آسانتیاوې لري.
همدارنګه د پوهنې رییس نصرالله زاهد د یادې ودانۍ په پرانېست غونډه کې د ښوونځي له ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې له اوسېدونکو وغوښتل، چې د ودانۍ ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د پوهنې رییس زیاته کړه : چې ددې ښوونځي په جوړیدو سره به د شاوخوا کلیو نجونۍ په ښه توګه وکولای شي د لته په محفوظ چاپیریال کې زده کړې وکړي، له نیکه مرغه موږ دا مهال د معارف په برخه کې د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې هم د ښوونځیو رغنیزې پروژې تر لاس لاندې لرو او کار يې ادامه لري
د سیمې اوسېدونکو او زده کوونکو د ښوونځي د نوې ودانۍ له پرانېستو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې ساتلو او مراقبت ته به یې جدي پاملرنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې روان کال له پیل نه د زابل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د زیات شمېر ښوونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د زیاتو يې د بنسټ ډبرې کښېښودل شوېدې .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۱
Background image

پکتیا ولایت کې له یو ښوونځي سره د څه کم ۴۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د قومي مشرانو له لوري د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالۍ اړوند د سري قلعه منځني ښوونځي سره د ۳۹ زره او ۲۰۰ افغانیو نغدي مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۵۱
Background image

په جوزجان ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو د نویو ودانیو جوړولو او ترمیم چارې بشپړې شوې

په جوزجان ولایت کې د ۴ بابه ښوونځیو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو چارې، چې د نږدې ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ ترسره شوې وې، بشپړې او د پوهنې مسوولینو، ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۴۰
Background image

لوګر ولایت کې ۸ بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت په ۸بابه ښوونځیو کې د لمریزې برېښنا سیسټمونو نصبولو بهیر پیل شو، کوم چې د یو مرستندویه بنسټ په مالي ملاتړ د ۳۶ زره او ۸۰۰ ډالرو په لګښت پلی کېږي.
ټاکل شوې ده، چې دغه. . .

BACK TO NEWS