د زابل ولایت د ځینو ښوونیزو بنسټونو استادانو لپاره علمي او ښوونیزه ناسته ترسره شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۰:۵۸
شبیسب

د ښوونیزو چارو لا ښه والي، د تدریسي  کیفیت لوړولو او د ښوونیز نظم پیاوړتیا په موخه، د زابل ولایت نوبهار ولسوالۍ اړوندو مدارسو او ښوونځيو ۳۰ تنو مدرسینو او ښوونکو لپاره یو ورځنۍ ښوونیزه ناسته جوړه شوه.
په یاده ناسته کې ویناوالو ټینګار وکړ، چې د ښوونکو او مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړول، د معیاري تدریس دودول او د لا منظم ښوونیز چاپېریال رامنځته کول د زده‌کړو د کیفیت ښه والي له اساسي عواملو څخه شمېرل کېږي.
همدارنګه، له استادانو وغوښتل شول چې د تدریس پر مهال ښوونیز اصول په دقیقه توګه مراعات کړي، وخت ته ژمن واوسي او د زده‌کوونکو سالمې او هر اړخیزې روزنې ته ځانګړی پام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

د سرپل ولایت ۴۶ تنو ښوونکو د وړتیا لوړونې په پروګرام کې ګډون وکړ

د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ اړوند د ساینس، ریاضیاتو او کمپیوټر مضمونونو ۴۶ تنو ښوونکو ترمنځ د مسلکي ظرفیتونو لوړونې په موخه شپږ ورځنۍ علمي ناسته ترسره شوه.
د پوهنې ریاست مسوولینو څرګنده. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۲۲
Background image

په زابل ولایت کې د ښوونکو لپاره شپږ ورځني ښوونیز ورکشاپ پیل شو

د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو په حضور کې د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو ۳۶ تنو ښوونکو لپاره شپږ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ارغنداب ولسوالۍ پوهنې مسوولینو وویل:« د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

په دایکنډي ولایت کې د ښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

د دایکنډي ولایت په کچه د ۲۳۶ تنو ښوونکو، مدیرانو، آمرینو او د ښوونیزو شوراګانو غړو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د یادې روزنیزې برنامې. . .

BACK TO NEWS