د دعوت او ارشاد ریاست په هڅو سره په مرکز او ولایتونو کې د پوهنې منسوبینو دیني او فقهي پوهې کچه لوړه شوې ده

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۱۲:۶
25

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په نوښت او د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په همغږۍ، په مرکز او ولایتونو کې د تعلیمي ادارو منسوبینو ته د دیني زده کړو ځانګړي پروګرامونه تنظیم شوي، چې له امله یې د کارکوونکو په علمي او دیني پوهه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د یادو پروګرامونو اساسي موخه داده چې د پوهنې منسوبین د اسلامي ارزښتونو او دیني اصولو سره لا ښه اشنا شي او د زده‌کوونکو، والدینو، ټولنې له غړو او مراجعینو سره په چلند کې مثبت بدلون راولي، چې د دعوت او ارشاد ریاست له لوري جوړه شوې کړنلاره او دیني نصاب د همدې موخې لپاره ځانګړی شوی ده.

د پوهنې یو شمېر منسوبین وایي، دوی ته هره ورځ د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو او علماءکرامو له خوا دیني درسونه ورکول کېږي او د دیني علومو په برخه کې یې پراخ معلومات ترلاسه کړي دي. همدارنګه دوی زیاتوي چې دغه زده‌کړې نه یوازې د هغوی په مسلکي او اخلاقي چلند اغېز لري، بلکې په ټولنه کې د دیني ارزښتونو په ترویج کې هم مهم او بنسټیز نقش لري.

د دعوت او ارشاد ریاست مسؤلین وایي، یاد علمي او روزنیز پروګرامونه به دوام ومومي او هڅه کوي چې دغه برخه لاپسې پراخه کړي.

خلک او علماءکرام هم د دعوت او ارشاد ریاست هڅې ستایي او د ورته پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د درسي کتابونو وېش لړۍ پیل شوه

د لوګر ولایت پوهنې ریاست پورې اړوندو ۲۸۸ بابه ښوونځیو لپاره د ۳۱ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت، د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د کتابونو او درسي موادو وېش پروسه پیل شوه.

یاد کتابونه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۳۰
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له کړنو "اوونیز راپور"

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم مولوي جمعه خان "سروري" په لارښوونه، تېره اوونۍ د یاد ریاست یو څارنیز ټیم، د کابل ښار پنځمې تعلیمي ناحيې اړوند ۵بابه رسمي او خصوصي ښوونځیو له. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۲۳
Background image

د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د بدني زده‌کړې روزونکو لپاره سیمینار پای ته ورسېد

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست، د کابل ښار د بدني روزنې ښوونکو د سپورټي وړتیاوو لوړولو په موخه، د ښوونځیو ۳۰ تنو ښوونکو لپاره د والیبال او فوټسال برخو کې یو روزنیز سیمینار. . .

BACK TO NEWS