د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز فعالیتونه او لاسته راوړنې

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۵:۸
6545

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د خپل کاري پلان له مخې، د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا، د نظم او انضباط د ټینګښت او د ښوونیز بهیر لاښه والي په موخه، تېره اوونۍ یو لړ دیني، روزنیز او څارنیز فعالیتونه ترسره کړل.
د ياد ریاست څارنیزو ټیمونو د کابل ښار په شپاړس‌ګونو حوزو او د ملک په ټولو ولایتونو کې د ښوونیزو او اداري چارو څارنه او ارزونه وکړه. په دغو ارزونو کې د ښوونیز نصاب د تطبیق، اداري او ښوونیز نظم، تدریسي بهیر، ښوونیز چاپېریال، د ښوونکو او زده‌کوونکو اخلاقي چلند او د اسلامي ارزښتونو د مراعاتولو وضعیت وکتل شو.
همدارنګه، د ښوونیزو او اداري کارکوونکو سیرت او صورت، دیني معلومات او د کاري مسوولیتونو د ترسره کولو څرنګوالی وارزول شو، چې د ارزونو له مخې په دې برخو کې د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شوي دي.
د څارنو پر مهال اړوندو مسوولینو ته د چارو لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې او ټینګار وشو چې د علمي زده‌کړو ترڅنګ د زده‌کوونکو دیني، اخلاقي او ټولنیزې روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.
د دعوت او ارشاد ریاست د دغو فعالیتونو موخه په ښوونیز او اداري نظام کې د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو پیاوړتیا، د نظم او مسوولیت‌پالنې پراختیا او د سالم کاري او ښوونیز چاپېریال رامنځته کول دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۸
Background image

په لوګر کې له یوه ښوونځي سره نغدي مرسته وشوه

د لوګر ولایت په مرکز کې له جمهوریت لېسې سره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي محمد رومل له لوري شاوخوا ۲ زره امریکایي ډالر نغدي مرسته وشوه.
 د پوهنې ریاست مسوولینو په وینا، ټاکل شوې چې یاده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۵:۴
Background image

په بلخ ولایت کې د ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو

د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوندو ښوونځیو د طبیعي علومو د برخې ۱۳۷ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ پیل شو.
د پوهنې ریاست مسوولینو دغه روزنیز پروګرام اغېزمن وباله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۲
Background image

په سمنګان کې د یوه ښوونځي د ودانۍ جوړولو لپاره ځمکه وقف شوه

د ښوونې او روزنې د ملاتړ په موخه، د سمنګان ولایت مرکز ګل‌قشلاق لېسې د نوې ودانۍ جوړولو لپاره د پوهنې‌دوست شخصیت محترم حاجي جمشید پهلوان له لوري ۱۵۰۰ متره مربع ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS