د داوطلبۍ اعلان

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۳:۵۴
sdfjhhg

د کابل ولایت پوهنې ریاست په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد ریاست لپاره د ۴۷ قلمه اړینو درسي توکیو او تجهیزاتو چې تشخیصیه ګڼه یې kab-G-1403-02 ده، چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې د کابل ولایت پوهنې ریاست اړوند تدارکاتو مدیریت څخه په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د دوشنبې ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۲۹/زمري/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د کابل پوهنې ریاست ته، چې افغان ترک لېسې سره نیږدې شاه دوشمشیره څنګ ته موقعیت لري، وسپارئ.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۱۳۴۰۰۰ افغانۍ کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به دوشنبې ورځ /۲۹/زمري/۱۴۰۳ لمریز کال، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د کابل پوهنې ریاست په تالار کې جوړه شي.

یادونه: بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۸
Background image

د بدخشان ولایت یمګان ولسوالۍ اړوند پوهنې آمریت ودانۍ د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت جوړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه

د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د یادې ولسوالۍ پوهنې کارکوونکو او د ښوونځیو د تعلیمي پرسونل په مالي مرسته پیل شوې وې، اوس د مسئولینو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د یو باب ښوونځي د احاطوي دېوال جوړولو چارې پیل شوې

د غزني ولایت مرکز اړوند «د شهدای آرزو» ښوونځي احاطوي دېوال جوړولو چارې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شوې.
یاده پروژه شاوخوا په یو جریب ځمکه کې پلې کېږي او لګښت یې نږدې یو میلیون. . .

BACK TO NEWS