د داوطلبۍ اعلان

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۱۵:۴۰
285

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، تر څو د یاد وزارت د خدماتو ریاست د اړتیا وړ ۱۵ قلمه قرطاسیه موادو چمتو کولو او پېرودلو په پروسه کې ګډون وکړي او د شرط پاڼې چاپ شوې بڼه دې په حافظه یا فلش ډیسک کې ترلاسه کړي، خپل وړاندیزونه دې د قرارداد د شرایطو، د تدارکاتو قانون او کړنلارې سره سم د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه، د دوشنبې د ورځې د غرمې تر لسو بجو ( د ۲۴/وږی/۱۴۰۳ لمریز کال) پورې د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د کابل ښار اړوند ده افغانان سیمې په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وسپارئ؛ بې وخته او انټرنېټې وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه دی، چې۵۰۰۰۰۰ افغانۍ (پنځه سوه زره افغانۍ ) کېږي.

د وړاندیز پرانیستغونډه به د دوشنبې ورځ ۲۴/وږی/۱۴۰۳ لمریز کال د سهار په ۱۰:۰۰ بجو، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست په تالار کې جوړه شي.

د پوهنې وزارت

د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS