د دارالحفاظونو د مدرسینو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت د مدارسو او دارالحفاظونو ریاست لخوا د قرآن کریم د حفظ او تجوید برخې د مدرسینو د علمي او مسلکي غړو لپاره یو علمي سیمینار، د کابل ښار او ولایت سربېره پروان، کاپیسا، پنجشېر، میدان وردګ، بامیان او لوګر پوهنې ریاستونو سره په همغږۍ جوړ شو.
په پيل کې د پوهنې وزارت د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالرزاق صدیق ګډون والو او مېلمنو ته د ښه راغلاست پرمهال، د یاد سیمینار د منځپانګې او ګټو په اړه ګډون والو ته معلومات ورکړل.
نوموړي ټینګار وکړ، چې قرآن عظیم الشان باید په سمه او دقیقه توګه د ټولو اصولو، احکامو او آدابو په پام کې نیولو سره تلاوت شي.
ورپسې یو شمېر حافظانو د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له مشرتابه څخه د داسې علمي او معلوماتي غونډو د پیلولو له امله مننه وکړه.