د جوزجان ولایت د پوهنې نوي رییس معرفي شو
د پوهنې وزارت، جوزجان: ښاغلی عبدالرحیم سالار د جوزجان ولایت د پوهنې ریاست د نوي رییس په توګه د یاد ولایت د مقام مرستیال عبدالقادر مالیه لخوا د یوې غونډې په ترڅ کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته معرفي شو .
د غونډې په پیل کې د ولایت د مقام مرستیال د پوهنې وزارت د مقام لخوا را لیږل شوي مکتوب ولوست، او د پوهنې نوی رییس یې د ِغونډې ګډون والو ته معرفي کړ او هغه ته یې د هغه د کاري تجربې او د ولایت د مقام د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
همدارنګه د پوهنې نوي رییس عبدالرحیم سالار د خپلو اهدافو او کاري پلانونو په اړه خبرې وکړې او د پوهنې وزارت لخوا وړاندیز شوي برنامو په پلي کولو کې د پوهنې ریاست او نورو ریاستونو د کارکوونکو د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه ترڅو د پوهنې کیفیت او کمیت ته وده ورکړل شي.
ورپسې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو امر مولوي احمدشاه د ولایت مشرتابه او د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ په دغه ولایت کې د پوهنې د نظام د بډاینې په موخه د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه.
غونډه د دعایي په لوستلو سره پای ته ورسیده.
