د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۴ - ۱۶:۲۵
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړه شوه

پوهنې وزارت، تخار: د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ کې د حضرت عبدالله ابن مسعود د نجونو ښوونځي نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې چې د پوهنې رئیس عبدالسمیع ابدیار، د سویدن کمیټې استازي، قومي مشرانو، د دولتي ادارو ګڼ شمیر چارواکو او ښوونکو ګډون درلود پرانیستل شوه.

نوموړې ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۲۲ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د سویدن کمیتي په مالي مرسته جوړه شوې، چې ۱۰ ټولګي، ۲ اداراي خونې، لس غرفې تشنابونه، د احاطې دیوال، د پاکو اوبو څاه او نورې اړینې ښوونیزې آسانتیاوې لري چې په جوړیدو سره يې( ۹۳۶) زده کوونکو ته د زده کړو خوندي چاپیریال برابر شو.

د پوهنې رئیس وویل: موږ د سویډن کمیټي له هر اړخیزو مرستو مننه کو، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې يې زیربنایی ودانۍ او محلي ټولګي جوړ کړل، همدارنګه ښوونیز بنسټونه یې په اړینو توکو سمبال کړل او ترڅنګ یې د پوهنې کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې زمینه هم برابره کړه.

همداراز نوموړي د پوهنې ریاست چارواکو ته لارښوونه وکړه، چې د ودانیو ساتنې او څارنې ته جدي پاملرنه وکړي او له ځايي خلکو یې وغوښتل څو د ښوونې او روزنې بهیر څخه ملاتړ وکړي.

په شمال ختیځ زون کې د سویډن کمیټې مشر ښاغلي هوشنګ د تخار د ځایي چارواکو او اولسونو له پاملرنې مننه وکړه او ژمنه يې وکړه چې د پخوا په پرتله به د تخار پوهنې سره لا ډيرې مرستې وکړي همداراز د ښوونخیو د بریښنا ستونزه به هم په نږدې راتلونکي کې هواره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

ننګرهار
د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ د یو تن معارف‌دوست شخص له لوري د ۴۱  زره ۵۰۰ افغانیو په لګښت د نکړخېل لېسې لپاره یو پایه کمپیوټر له پرنټر سره یو ځای وپېرودل شو.

دایکنډي
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۵
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونځیو زده‌کوونکو ته تعلیمي او سپورټي کڅوړې ووېشل شوې

د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو خیریه بنسټ په مالي مرسته، د ځوانانو ترمنځ د سپورټ ودې په موخه، د مرکزي لېسې ۳۶۰ تنو زده‌کوونکو او د ښار پوهنې آمریت اړوند د ۲۰ بابه ښوونځیو زده‌کوونکو ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۲:۲۳
Background image

په غزني ولایت کې د ۷.۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د تعلیمي بنسټونو پیاوړتیا او د هېواد ټولو ماشومانو ته د زده‌کړو فرصت برابرولو په موخه، د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په شاکي‌نوکه کلي کې د ابوریحان البیروني ښوونځي ودانۍ جوړه او. . .

BACK TO NEWS