د بټې کوټ ولسوالۍ ښوونځيو سره د جاپان کوراری موسسي د درسي او غير درسي توکو مرسته وکړه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۲:۹
مساعدت  لوازم درسی و مواد غذایی برای شماری از مکتب های ولایت ننگرهار

دغه مرسته د يادې موسسي استازي انعام الله منتبار لخوا د بټې کوټ د پوهنې امريت د څارنې امر قاري صفي الله په حضور ک توزیع کړه؛ په ياده مرسته کې پلاستیکي سطرنجي، تورې تختي، تخته پاکونه او تباشیر شامل وو.
د ننګرهار پوهنې رياست د کورارې موسسې له دې او ورته نورو برنامو څخه مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې نورې موسسې هم په داسې برنامو کې له معارف سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
د ننګرهار نجونو ښوونځيو ته د WFP موسسې په دوامداره ملاتړ بټې کوټ، کوټ، پچيراګام، خوږياڼيو او چپرهار ولسواليو سربيره د غني خيلو ولسوالۍ نجونو ښوونځيو ته هم د غوړيو او بيسکټو توزيع په پوره روڼتیا سره ادامه لري.
 پوهنې رياست ژمنه وکړه چې دغه لړۍ به ډېر ژر نورو لرې پرتو ولسواليو ته هم وغځوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS