د بلخ باستان ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
پوهنې وزارت، بلخ: د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار اړوند د بلخ باستان لیسې نوې ودانۍ د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ولایت د والي مرستیالې آغلې ربابې نايبي، د پوهنې رئيس علي الله اميري، د دولتي ادارو ګن شمیر چارواکو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون سره پرانيستل شوه.
یاده ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې د هبیتات دفتر، هالند اوسویس شاهي هیوادونو په مالي مرسته د ۱۴۷ زره او ۳۶۷ ډالرو په مجموعي لګښت جوړه شوې چې له دې جملي نه ۷۳۶۷ ډالر د سیمې د خلکو لخوا مرسته شوي وول.
دا ښوونځى ۱۲ ټولګي او نورې اړینې ښوونيزې آسانتیاوې لري،چې په پرانیستلو سره يې زده کوونکو ته خوندي ښوونيز چاپيريال برابر شو.
د بلخ باستان لېسې مدیر میلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ياد ښوونځي د جوړولو په برخه کې د سيمې د اولسونو او د يادو موسسو له مالي مرستو مننه وکړه.
ورپسې، د والي مرستیالې آغلې ربابې نایبي او د پوهنې رئيس علي الله امیري په ترتیب سره خبرې وکړې او د يادې ودانۍ د جوړيدو په پار يې د سیمې اوسیدونکو ، زده کوونکو او ښوونکو ته مبارکي ورکړه او ټينګار يې وکړ چې د ښوونيزو مرکزونو ساتنې ته بايد سمه پاملرنه وشي
