د بغلان ولایت پوهنې ریاست لپاره د څښاک پاکو اوبو یو څاه وکیندل شو
د بغلان ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو ته د څښاک پاکو اوبو برابرولو او اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ریاست له بهرنۍ دېوال سره څېرمه د ۵۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.
یاد څاه د خیرخواه کسانو په مالي مرسته برابر شوی، چې په ګټې اخیستلو سره به یې د پوهنې کارکوونکو د څښاک پاکو اوبو یوه برخه اړتیاوې پوره شي.
