د بدخشان ولایت په یوه ښوونځي کې د ۸۰۰ زره افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۲۳
54456

د بدخشان ولایت کوهستان ولسوالۍ  اړوند دره‌ بید لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې ریاست مسوولینو، علماءکرامو، قومي مخورو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ به په یوه جریب ځمکه کې جوړه شي، چې شپږ درسي خونې او یو مرکزي دهلیز به ولري. 
د ذکر شوې ودانۍ جوړولو ټولیز لګښت شاوخوا ۸۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د سیمې د اوسېدونکو له خوا به ورکړل شي.
د پوهنې مسوولینو د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د خلکو د همکارۍ او د پوهنې د ملاتړ قدرداني وکړه او د دغه ښوونځي جوړول یې د معارف د پراختیا او د سیمې د ماشومانو لپاره د زده‌کړې د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS