د بدخشان د کشم ولسوالۍ معارف پروره اوسیدونکو د تعلیم څخه ملاتړ وکړ
د پوهنې وزارت، بدخشان: د ښوونې او روزنې سره د افغانستان د خلکو د ملاتړ په دوام د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ اوسیدونکو د خپلو ماشومانو د تعلیم او زده کړې لپاره په عملي ډول په دې ولسوالۍ کې د یو ښوونځي د جوړولو لپاره له خپلو موجوده امکاناتو څخه کار اخیستی.
د دې ولسوالۍ د سپینږیرو او ماشومانو په شمول ټولوخلکو، د ښوونځي په ودانۍ کې د کار کولو لپاره سره راټول شوي، ځکه دوی پوهیږي چې د هېواد راتلونکي د ماشومانو په لاس کې ده چې ښوونځي ته ځي.
د کشم ولسوالۍ اوسیدونکو، په داسې حال کې چې د ښوونځي د جوړولو په عملي کار کې برخه اخیستې، خپله دوه جریبه شخصي ځمکه یې د ښوونځي د جوړولو لپاره وقف کړې.
د بدخشان ولایت د پوهنې رییس عبدالسمیع ابدیار د کشم ولسوالۍ د علم پروره خلکو د همکاریو او ملاتړ او د ولسوالۍ د پوهنې امر عبدالله خان هڅې وستایلې، د مرکز او ولایت د نورو ولسوالیو له اوسیدونکو یې وغوښتل چې د ښوونځیو جوړولو لپاره د ځمکې په ورکولو کې خپله ملي او اسلامي وجیبه ادا کړي، ترڅو وکولی شي د انساني نړۍ ستر پیغمبر حضرت ( ص) د حدیث له مخي د جاریه صدقاتو نه ګټه پورته کړي.
