د بامیان ولایت پوهنې ریاست د کړنو لنډیز

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۳۶
زبلذدزر

* د یوې خیریه ادارې په ملاتړ، د بامیان ولایت په پنج‌آب ولسوالۍ کې د ۲۰ تنو ښوونکو وړتیا لوړلو لپاره ورکشاپ ترسره شو.

* د بامیان ولایت پوهنې ریاست، په یکاولنګ ولسوالۍ کې د مهارتونو د پراختیا او حیاتي سواد زده‌کړې ۱۰ ټولګیو ته د تعلیمي وسایلو کڅوړې ووېشل شوې، چې اساسي هدف یې د زده‌کوونکو د زده‌کړې کیفیت ښه کول او اسانتیاوو رامنځته کول دي.

* د بامیان ولایت پوهنې ریاست په نوښت او د یوې خیریه ادارې په مالي ملاتړ، د مرکز اړوندو ښوونځیو د ښوونکو وړتیا لوړولو لپاره د مسلکي مهارتونو د لوړولو یو ورځنی سیمینار ترسره شو.
یاد پروګرام  د زده‌کړې کیفیت ښه کولو او مسلکي مهارتونو پیاوړتیا په موخه پلی شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۹
Background image

د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره علمي او مسلکي ناسته ترسره شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا د ښوونیزو چارو لا ښه تنظیم، د تعلیم کیفیت لوړولو، اداري چارو د پیاوړتیا او د ښوونځیو د مدیریت د اغېزمنتیا زیاتولو په موخه، د ښار د ۱۶ ګونو ښوونیزو ناحیو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د پوهنې ریاست اداري کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې پروګرام پلی شو

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اړوندو ۵۲ تنو اداري کارکوونکو لپاره د ادارې او مدیریت په برخه کې درې ورځنی علمي او روزنیز سیمینار پیل شو.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي الحاج عبدالحق حقاني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۲
Background image

د لوګر ولایت د دیني مدارسو له بې‌سرپرسته زده‌کوونکو سره د جامو مرسته وشوه

د یوې خیریه ادارې له لوري د لوګر ولایت د دیني مدارسو ۳۰ تنو بې‌سرپرسته او بې‌وزله زده‌کوونکو ته د جامو مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د مرستې په دې کڅوړو کې، چې. . .

BACK TO NEWS