د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د سوادزده‌کړې په برخه کې لاسته راوړنې لري

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۱:۶
XBV

د روان کال (۱۴۰۴ لمریز) په لومړیو شپږو میاشتو کې، د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ټولټال ۳۲ بابه د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ کړي او شاوخوا ۱۰۵۰۰ تنو لوستو خلکو ته یې تعلیمي مواد لکه کتابونه، قلمونه او نور اړین درسي وسایل وېشلي دي.

همدارنګه، هغه وګړي چې د دې کورسونو له ګټو څخه یې استفاده کړې وايي: پخوا د سوادزده‌کړې له نعمت څخه بې برخې وو او اوسمهال د لوستلو، لیکلو او شمېرلو وړتیا لري؛ چې له دې لارې د پوهنې وزارت لخوا د خلکو ترمنځ د سواد زده‌کړې د پراختیا په برخه کې د چمتو شویو اسانتیاوو څخه مننه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۷
Background image

د اوونۍ د مهمو خبرونو لنډه کتنه

۱- کابل ښار: د کابل ښار پوهنې ریاست هېواد ته د بېرته راستانه شويو ۳۵۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، ترڅو د کابل ښار د ښوونځیو له اووم څخه تر یوولسمو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۰
Background image

د غزني ولایت پوهنې ریاست له لوري د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د ښوونځیو د مسوولینو او ښوونکو لپاره شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

دغه ورکشاپ د ياد ولایت په مرکز سربېره د زنه‌خان، ګیرو، اندړو او قره‌باغ ولسوالیو کې د ښوونځیو مسوولینو او ښوونکو ته جوړ شوی دی.
د ورکشاپ موخه د تدریس د نويو او اغېزمنو لارو چارو معرفي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۸
Background image

د صنفي اصولو ټولګيو ته څه باندې ۱۲۶ زره درسي کتابونه ووېشل شول

ټولټال ۱۲۶ زره او ۶۶ ټوکه د نوي نصاب د صنفي اصولو درسي کتابونه، چې د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو ریاست لخوا د کابل ښار او میدان وردګ ولایت پوهنې ریاستونو ته لېږل شوي وو، د دغو. . .

BACK TO NEWS