د امام ابوحنیفه (رح) له دارالعلوم څخه نږدې ۱۰۰ تنه طلاب فارغ شول

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۳:۵۵
6516

د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له خوا، د امام ابوحنیفه (رح) دارالعلوم د دولسم او څوارلسم ټولګي ۹۹ تنو فارغانو لپاره د فراغت شانداره مراسم ترسره شول.
په یادو مراسمو کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معین محترم الحاج مولوی کرامت‌الله آخندزاده، د علماوو شورا رئیس محترم الحاج مولوی خلیفه دین‌محمد، یو شمېر علما‌ءکرامو او استادانو ګډون درلود.
د اسلامي زده‌کړو معین په دغو مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال وویل چې علم د دیني او دنیوي دواړو له لیدلوري په ټولنه کې لوړ ارزښت لري، ځکه علم او پوهه له انسان سره د حلال او حرام، حق او باطل په پېژندلو کې مرسته کوي او د ژوند سمه لار ورښيي.
همدارنګه، د علماوو شورا محترم رئیس هم د فارغانو لپاره د علم او ادب ارزښت په اړه وینا وکړه او ویې ویل: «ادب د علم درناوی دی او بې ادبه علم ارزښت نه لري. ادب د احترام، دانایۍ، اخلاقو او روحانیت نښه ده.»
په پای کې د مسئولینو له خوا د یاد دارالعلوم ۹۹ تنو فارغانو ته د فراغت سندونه ووېشل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS