د اسلامي ښوونې او روزنې د مضمون په علمي سیالیو کې غوره زده کوونکو ته  جایزې ورکړل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۱ - ۱۱:۱۰
poiuy

څه موده وړاندې د پوهنې وزارت په همغږۍ او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په مالي مرسته د کابل ښار د ښوونځیو د یو شمېر زده کوونکو تر منځ د اسلامي ښوونې او روزنې په مضمون کې علمي سیالي ترسره شوه
نن چهارشنبه د پوهنې وزارت د ساینس مرکز د کنفرانسونو په تالار کې د کابل ولایت والي، د پوهنې وزارت مرستیالانو، رئیسانو، علماوو، زده کوونکو او د هغوی د کورنیو د غړو په ګډون د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې د یادې سیالۍ پایلې اعلان شوې.
د مراسمو په پیل کې د پوهنې وزارت د زده کوونکو چارو رئیس، استا‌ذ حبیب الله خالد میلمنو ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د آزموینې په اړه معلومات او د پایلو شفافیت ډاډ ورکړ.
ورپسې د کابل والي شیخ مولوي محمد قاسم خالد، د دیني او عصري علومو اهمیت او اړتیا ته په اشارې سره له زده کوونکو وغوښتل چې د دواړو علومو په زده کړه کې جدي هڅې وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د سرچینو او اداري معین، مولوي صبغت الله وصیل، د اسلام له نظره د سالمو سیالیو په ارزښت وینا وکړه او دا ډول سیالۍ یې د ځوانانو د استعدادونو په وده کې ګټورې وبللې.
دغه راز د افغان بېسیم شرکت د حقوقي څانګې رئیس، محمد خان یعقوبي وویل:  دا شرکت د ځوانو استعدادونو د ښوونځیو او مدارسو زده کوونکو ته دې ورته علمي سیالیو په برخه کې د مالي او تخنیکي ملاتړ ډاډ درکوي.

 د کابل ښار د اولسمې ناحیې د اسلام آباد ښوونځي زده کوونکی فردوس د عبدالحی زوی لومړی، د کابل ښار د پنځمې ناحيې د شهرک خراسان لېسې زده کوونکی عبدالله د حبیب داد زوی دویم او د کاشف ښوونځي زده کوونکی ابراهيم د احمد جاوید زوی دریم مقام خپل کړل، چې د لومړي مقام ګټونکي ته نوی موډل لب ټاپ کمپیوټر، د دويم مقام ګټونکي ته سمارټ ټلیفون او د دريم مقام ګټونکي ته جاپانی بایسکیل او کتابونه د جایزې په توګه ورکړل.
د يادونې وړ ده، چې په دې سيالیو کې د کابل ښار له هرې تعلیمي حوزې څخه ١٨ تنو زده کوونکو برخه اخيستې وه، چې په ټولیزه توګه په دې آزموينه کې له ١٦ تعلیمي حوزو څخه  ٢٨٧ زده کوونکو ګډون کړی وو. له یادو زده کوونکو څخه درې تنه غوره زده کوونکي ونومول شول او پاتې نورو ۲۲ زده کوونکو ته په ترتیب ډالۍ ورکړل شوې.
د یادونې وړ ده چې؛ د زده کوونکو ارزونه او د پوښتنو ځوابونه د بورډ مؤظفو کارکوونکو له لوري په پوره روڼتیا سره د یوې اوونۍ په ترڅ کې ترسره او  پایلې یې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS