د اروزګان ولایت د مدارسو ط.الب العلمانو ترمنځ د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت سیالۍ ترسره شوې

د نجم القرآن تر نامه لاندې د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت هغه سیالۍ چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت له خوا د هېواد په سویلي ولايتونو کې پیل شوې، یادې سيالۍ په اروزګان ولايت کې دقرآن کريم د ۱۲ تنو حافظانو تر منځ په لاره واچول شوې.
دغه سیالۍ د یاد ولایت د والي الحاج مولوي عنایت الله شجاع، پوهنې رئیس الحاج مولوي شمس الله آخندزاده کامران، مسئولینو، د علماوو شورا غړو، یو شمېر استادانو او ط.لابو په حضور کې په پوره روڼتیا سره د حفظ او حسن قرائت په برخه کې ترسره شوې؛ چې په پایله کې یې د محمدیه دارالعلوم ط.الب العلم نصرت الله په حفظ برخه کې او د اسلامیه دارالحفاظ ط.الب العلم همایون د حسن قرائت برخه کې لومړي مقامونه خبل کړل.
د پوهنې مسئولین دواړو ګټونکو ط.الب العلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی لپاره د لازیاتو بریاوو دعاء کوي.