د ا.ا.ا د پوهنې وزارت پلاوي په کازان ښار کې د پوهنې د وزيرانو په نړيوال کنفرانس کې ګډون وکړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۵۰
hfgh

ياد کنفرانس چې نن ورځ رسما پيل شو، د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د معين الحاج مولوي سخاء الله سعيد په مشري پلاوي پکې رسما ګډون وکړ.
دغه کنفرانس د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په ويډيويي وينا پيل شو. وروسته د روسیې د پوهنې د وزير په شمول د بيلابيلو هيوادونو د پوهنې وزيرانو ويناوې وکړې. 
د کنفرانس تر پيل وړاندې د افغانستان د پوهنې وزارت پلاوي د ساينس او ټکنالوژي له نندارتون څخه لیدنه وکړه.
همدا راز يې د کنفرانس په څنډه کې د ايران د پوهنې له مرستيال وزير سره وليدل او په تعليمي ډګر کې يې د دوه اړخيزو همکاريو په هکله خبرې وکړې. 
ياد پلاوي مازديګر مهال د روسيې د پوهنې له وزير سره هم وليدل، په دې ليدنه کې د روسيې د پوهنې وزير د امريکايي اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت په مشرۍ د افغان مجاهد ولس مبارزه وستايله. نوموړي وويل د افغانستان اسلامي امارت په اړه د روسيې په دريځ کې زيات مثبت بدلون راغلی دی او دغه بدلون به د افغانستان له تعليمي نظام سره د همکاري په برخه کې زيات فرصتونه را منځ ته کړي.
د يادونې وړ ده، چې په دې کنفرانس کې تر ديرشو څخه د زياتو هيوادونو د پوهنې وزيران او مرستيالان ګډون لري او سبا ورځ پنجشنبه به هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۵:۱۶
Background image

د رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې، چې د کابل ښار د ښوونځیو د زده‌کوونکو د ساینسي مضامینو د علمي لاسته‌راوړنو پروژو د سیالیو پایلې، د پوهنې وزارت د محترمې رهبرۍ، استادانو او د یو شمېر ښوونځیو د زده‌کوونکو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په شمول د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره څلور ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معینیت له لوري، د کابل ښار په ګډون د ملک د ۱۶ ولایتونو د مدرسینو علمي غړو لپاره د قرآن کریم د حفظ، تجوید او قرائت په برخو کې د مسلکي وړتیاوو لوړولو څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

په بادغیس کې يو شمېر ښوونکو ته د مسلکي مهارتونو لوړولو روزنیزه برنامه جوړه شوه

د بادغیس ولایت د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۴۸۲ تنو ښوونکو ته د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړولو دوولس ورځنۍ روزنيزې برنامې دویم پړاو ترسره شو.
د. . .

BACK TO NEWS