دکابل ښار د رابعه بلخي د نجونو په لېسه کې د کمپیوټر خونه پرانیستل شو

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۳۰ - ۱۰:۲۱
دکابل ښار د رابعه بلخي د نجونو په لېسه کې د کمپیوټر خونه پرانیستل شو

دپوهنې وزارت، کابل: د کابل ښار د رابعه بلخي د نجونو په عالي لیسه کې د کمپیوټر خونه د کابل ښار د پوهنې رئیس ډاکتر احمد ضمیر ګوارا لخوا په داسي حال کې چې د نوموړي لیسې ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود پرانیستل شوه.

ذکر شوی کمپیوټر ټولګی د مرحومي کامله ذکا چې دیادې لیسې اداري شورا غړي وه د کورنۍ په مالي مرسته د زده کوونکو د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه جوړه شوي .

د کابل ښار د پوهنې رئیس ډاکټر احمد ضمیر ګوارا د رابعه بلخي عالي لیسې کې د کمپیوټر ټولګي په تجهیز کې د یادې شوي مرستې څخه مننه وکړه او د زده کونکو څخه یې وغوښتل د چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه په عملي زده کړو کې اعظمي ګټه واخلي او ساتنې او مراقبت ته یې هم جدي پاملرنه وکړي.

ډاکټر ګوارا څرګنده کړه چې: د یادې شوې خونې لپاره د ۶ زره ۹۴۸ امریکایی ډالرو په ارزښت ۴۲ کمپیوټرونه، ۴۰ پایي څوکۍ، یو تلویزیون، یو پرنتر او نور اړین تجهیزات چمتو شوي چې نن ورڅ رسمآ پرانیستل شو .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS