دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د هیواد له علمي او اکاډمیک شخصیت ښاغلي محمدصدیق پتمن سره وکتل

media-moe
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۶:۲۸
دپوهنې وزارت سرپرست وزیر د هیواد له علمي او اکاډمیک شخصیت ښاغلي محمدصدیق پتمن سره وکتل

د شنبې په ورځ (۱۸/۷/۱۴۳۴هـ ق-۳۰/۱۱/۱۴۰۰هـ ش )  دپوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث الحاج مولوي نورالله منیر صاحب ،تر غرمې وروسته د یاد وزارت  د مقام په دفتر کې د هیواد له علمي او اکاډمیک شخصیت ښاغلي محمدصدیق پتمن صاحب سره وکتل .
د مجلس په پیل کې محترم وزیر صاحب ښاغلي پتمن صاحب ته ښه راغلاست ووایه او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت په تیره بیا د پوهنې وزارت د هیواد د علمي او اکاډمیکو کدرونو سالمو مشورو او وړاندیزونو ته تل د قدر په سترګه ګوري او تل د هغوی په نېکو مشورو عمل کوي.
ښاغلي پتمن صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې له محترم وزیر صاحب سره خپلې ارزښتناکې مشورې شریکې کړې او د هیواد د تعلیمي نظام د پیاوړتیا لپاره یې د هرډول همکاري ډاډ ورکړ .
قدرمن پتمن صاحب ژمنه وکړه چې په راتلونکي مجلس کې به نوموړی خپلې طرحې په لیکلې بڼه له محترم وزیر صاحب سره شریکوي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي پتمن صاحب د روسيي اشغال په وړاندې د جهاد  په فکري او فرهنګي سنګرونو کې یو فعال مبارز پاتې شویدی، د  هیواد په تعلیمي ډګر کې یې زیات خدمتونه کړي دي  او په دې برخه کې کافي مطالعه، تجربه او مهارت لري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS