دایکنډي ولایت کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ چارې بشپړې شوې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۳۶
4887

د دایکنډي ولایت د سنګ‌تخت او بندر ولسوالۍ په مرکز کې د بعثت لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د یوې همکاره ادارې په ملاتړ پر درې جریبه ځمکه د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د جوړېدو چارې یې پیل شوې وې، په دې وروستیو کې بشپړه او د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او د یادې ولسوالۍ د مخورو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د مسوولینو په وینا، اوسمهال په دغه ښوونځي کې له ۳۰۰ تنو څخه ډېر زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه جوړه شوه

د لغمان ولایت د دولت‌شاه ولسوالۍ په کچه د ښوونځیو څارندوی ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره لارښود غونډه ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د ښوونځیو ۸ تنه څارندوی ښوونکو او ۲۰ تنه زده‌کوونکو ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۹
Background image

د میدان وردګ ولایت په یوه ښوونځي کې د بیارغونې چارې بشپړې شوې

د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ اړوند د حضرت عمر فاروق «رضی الله عنه» لېسې د انګړ داخلي لارو په ډبرو فرش کولو چارې، د سیمې د علم‌پروره هېوادوالو په مالي ملاتړ، د ۵۳۸ زره او ۶۱۰ افغانیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۳۰
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې د کابل ښار پوهنې ریاست له ښوونیزو حوزو سره په همغږۍ، د زمري ۲۴مه «یوم‌الفتح» تاریخي ورځ په حبیبیې او غازي لېسو کې د شاندارو مراسمو سره ونمانځي.
وخت: ۱۴۴۸/۲/۲۸هـ ق (۱۴۰۵/۵. . .

BACK TO NEWS