خوست ولایت کې د ( زرغون ښوونځي) تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل شو
د پوهنې وزارت، خوست: په علمي بنسټونو کې د زرغون چاپیریال د رامنځته کولو په موخه د خوست ولایت پوهنې ریاست لخوا په یو شمېر ښوونځیو کې ډول، ډول نیالګي ولګول شول.
په هغې غونډې کې چې په همدې موخه د خوست ولایت د غرښت ښوونځي په انګړ کې د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان، د یو شمېر خصوصي ښوونځیو چاواکو، ښوونکو او زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه د پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل :دا چې ښوونځی د هر چا معنوي کور دی، نو د سمسورتیا لپاره یې ټول مکلف دي، چې نیالګي کېنوي او پالنه یې وکړي، ځکه نیالګي د هوا په پاکوالي، د چاپیریال په سمسورتیا او د زده کوونکو په ذهني پیاوړتیا کې خورا اغیزناک رول لري.
نوموړي د خصوصي ښوونځیو له چارواکو مننه وکړه، چې د ښوونځیو د سمسورتیا په موخه یې د ډول، ډول نیالګو مرسته وکړه.
یاد کمپاین کې به د مرکز په ګډون د ولسوالیو په یو شمېر ښوونځیو کې ډول، ډول نیالګي کېنول شي.
