ترکیې هیواد به ډیر ژر په جلال اباد کې د هلکانو تر څنګ دنجونو لپاره هم یوه لېسه پرانیزي

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۲۱ - ۱۰:۹
ترکیې هیواد به ډیر ژر په جلال اباد کې د هلکانو تر څنګ دنجونو لپاره هم یوه لېسه پرانیزي

د پوهنې وزارت_ننګرهار: جلال اباد ته د ترکیې هیواد د معارف بنسټ راغلي پلاوي د بي بي حوا عالي لېسې د روان ښونیز بهیر نه د لیدنې پرمهال وویل د ترکیې هېواد د معارف بنسټ په پام کې لرې چې د دې سیمې ارزښت او اړتیا ته په پام سره ډیر زر د هلکانو تر څنګ د نجونو د زده کړو لپاره هم یوه لېسه پرانیزي.
د یاد پلاوي مشر او د ترکیې هیواد د ځوانانو چارو وزارت سلاکار او د ترکیې د معارف بنسټ استازي سلیم جراح وویل هیواد یې غواړي د افغانستان ختیځې سیمې استوګنو نجونو ته هم د معیاري زده کړو زمینه برابره کړي .نوموړي وویل د دې سیمې اوسیدونکي زموږ ورونه دي او اولادونه یې پرموږ زموږ د اولادونو په څير حق لري.
سلیم جراح وویل په جلال اباد کې به د ترکیې هیواد د معارف بنسټ له لورې د نجونو لېسې د پرانستې سره سم د جلال اباد ښار د بي بي حوا عالي لیسې سره د خورولۍ همکاري پېل او ورسره به د ې لېسې ته هم ځانګړې پاملرنه وشي. پلاوي ته د ننګرهار پوهنې ریاست مالي او اداري مرستیال سید عیسی سادات په ننګرهار کې دروان پوهنیز بهیر په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو په اړه معلومات وړاندې کړل او له روان پوهنیز بهیر سره یې د ترکیې هیواد د مرستو غوښتنه وکړه. دترکیې هیواد دراغلي پلاوي مشر سلیم جراح په ننګرهار کی د روان پوهنیز بهیر څخه خوښي وښوده او په جلال اباد کې یې د ترکیې هیواد دمعارف بنسټ له لېسې سره د پوهنې ریاست دمشرتابه د همکارۍ او ورورګلویزو اړیکو له امله مننه وکړه.
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه چې د بي بي حوا لېسې د کتابتون لپاره به دیوې سترې خونې په جوړولو کې مرسته وکړي. پلاوي دغه راز دبي بي حوا لېسې له پنځه سوه بې وزلو زده کوونکو سره د قرطاسیې مرسته وکړه.ددې لیدنې په پاې کې د پوهنې ریاست مشرتابه له لورې پلاوي ته برابرې شوې ډالې ورکول شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS