بدخشان کې د یوه ښوونځي لپاره د اوبو رسولو سیسټم جوړ شو
د بدخشان ولایت ارګو ولسوالۍ اړوند قچي لېسې د ښوونیز چاپېریال ښه والي او اسانتیاوو برابرولو په موخه، د ۱۲۵ زره افغانیو په لګښت د سیمهییزو خلکو په مالي ملاتړ د اوبو رسولو سیسټم جوړ شو.
په دغې پروژه کې د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه کیندل، د ۸ تختو سولرونو او نورو اړینو وسایلو پېرل شامل دي.
