بدخشان کې د یوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۱:۴۷
بدخشان کې د یوه ښوونځي د جوړولو چارې پيل شوې

پوهنې وزارت،بدخشان: د بدخشان ولایت درواز ولسوالۍ کې د جامرچ د نجونو ښوونځي بنسټ ډبره، د سیمه ییزو چارواکو، د پوهنې ځايي چارواکو، د آقاخان سیمه ییز استازي، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې کیښوول شوه.

د دې ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوه جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې ځمکه یې د خلکو او ډاکټر شریف سکندري لخوا پيرل شوې او د یاد ولایت معارف ته ډالۍ شوې ده.

دا ودانۍ به ۸ ټولګي، ۳ اداري خونې، ۱ د لابراتوار او ۱ د کمپيوټر ټولګی، د څښاک د اوبو څاه، د احاطې دیوال او نورې آسانتیاوې ولري، چې د آقاخان فرهنګي بنسټ لخوا د ۳۱۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړیږي.

د پوهنې ریاست د آقاخان فرهنګي بنسټ د سیمه ییز دفتر له مرستې او ملاتړ څخه مننه کوي چې تل مدام یې د ښوونځیو په جوړولو کې فعاله ونډه اخیستې او همداراز د سیمې له اوسیدونکو هم مننه کوي چې ځمکه یې پیرلې او هغه یې د ښوونځي جوړولو په پار معارف ته ډالۍ کړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۵۰
Background image

د غور ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې ازمویښتوني ټولګي فعال شول

د پوهنې وزارت ساینس مرکز له لوري د غور ولایت پسابند ولسوالۍ اړوند د خواجه وهاج‌الدین، شاه‌سنگان، تلمستان، سفیدبز او سیدمیرعلي‌شاه لېسو کې د ساینسي مضامینو نوې ازمویښت‌خونې فعالې شوې.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۷
Background image

په کندز ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او نوې ودانۍ جوړېږي

د کندز ولایت علي‌آباد ولسوالۍ په اړوندو کې د قندهاري دیني مدرسې لپاره یو محراب جومات او ودانۍ جوړولو چارې پر نیم جریب ځمکه کې روانې دي او تمه ده چې یادې ودانیزې چارې ډېر ژر بشپړې او ګټې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۲:۱۴
Background image

په زابل ولایت کې د یو باب مکتب جوړولو لپاره لس جریبه ځمکه وقف شوه

د زابل ولایت په شملزو ولسوالۍ کې د حضرت عمر فاروق (رضی‌الله‌عنه) په نوم د ښوونځي نوې ودانۍ  بنسټ ډبره پر هغه ځمکه کېښودل شوه، چې د همدې ولسوالۍ اوسېدونکو پوهنې ریاست ته ډالۍ کړې ده.
یاد. . .

BACK TO NEWS