بدخشان ولایت کې څه د پاسه یو مېلیون افغانیو په لګښت یو ښوونځی بیاورغول شو

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۱۱
dfs

د بدخشان ولایت شکي ولسوالۍ اړوند د "اوبغن" ښوونځي ودانۍ چې پخوا د بېلابېلو پېښو له امله زیانمنه شوې وه، اوسمهال د پوهنې له بودیجې څخه د یو مېلیون او ۱۸۴ زره افغانیو په لګښت تر بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پوهنې مسئولینو په خپلو خبرو کې، د یاد ښوونځي بیارغونه د پوهنې د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د دغه ښوونځي په بیارغونه سره د زده کوونکو چاپېریالي ستونزه په بشپړه توګه هواره شوه.

سیمه ییزو خلکو د پوهنې وزارت له پاملرنې او کړنو مننه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۱
Background image

په څلورو ولایتونو کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغولو پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت د رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس د څرګندونو له مخې؛ د یاد ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې له مخې، د دې ادارې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۴:۵۸
Background image

فاریاب ولایت کې د ۶ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۵ تعلیمي او اداري مرکزونو بیارغونه بشپړه شوه

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت ریاست د راپور له مخې، په روان ۱۴۰۴ لمریز کال پرمهال، د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۶ مېلیونه ۳۲۷ زره ۳۲۱ افغانیو په ټولیز لګښت په. . .

BACK TO NEWS