اطلاعیه وزارت معارفپه غور ولایت کې د طلابو ثانويه او ما فوق ثانويه دورو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۱۱
ery

هغو درنو طلابو ته چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له لارې یې په غور ولایت کې د ثانويه او ما فوق ثانويه دورو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې لپاره نوم‌لیکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې د ازموینې د ګډون کارتونه دې د یاد ولایت له پوهنې ریاست څخه ترلاسه کړي.
د بایومټریک پروسې ترسره کولو او ازموینې ورکولو لپاره دې په لاندې نېټو د غور پوهنتون ته مراجعه وکړي:
* د چهارشنبې ورځ، د غویي/ ثور میاشتې په ۲۳مه نېټه دې د بایومټریک پروسې ترسره کولو لپاره د یاد ولایت پوهنتون ته حاضر شي.
* د جمعې ورځ، د غویي / ثور میاشتې په۲۵مه نېټه ازموینه اخیستل کېږي.
یادونه: ګډون‌وال باید د بایومټریک پروسې او ازموینې پر مهال د تابعیت اصلي تذکره له ځان سره ولري.
په ټاکلي وخت دې ازموینې ته حاضر او له ځان سره دې د موبایلونو او برېښنایي وسایلو له راوړلو ډډه وکړي.

د نورستان او بامیان ولایتونو د طلابو ازموینه به وروسته اعلان شي.

پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۸
Background image

په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه

د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

په بدخشان کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS