په ننګرهار کې د یوه دارالعلوم د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ پیرخېل سیمه کې د قومي مشرانو او ځایي سوداګرو په مالي همکارۍ، د ٣٠٠زره افغانيو په لګښت د الفاروقیه دارالعلوم لپاره د یوې درې پوړیزې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه.
یاده ودانۍ به درې بلاکونه ولري چې په هر بلاک کې به شپږ درسي ټولګي او یوه اداري خونه جوړه شي.
د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د یاد دارالعلوم د درسي او اداري چارو پرمخ وړلو لپاره مناسبې اسانتیاوې برابرې او د طلابو د زدهکړو بهیر کې به هم د پام وړ پرمختګ رامنځته شي.
