د کابل ولایت ۳۵۰ ښوونکو ته علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۵
XVXZV

د پوهنې وزارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ مرکزي هیئت، د دعوت او ارشاد ریاست له لوري او د کابل ولايت پوهنې رياست په همکارۍ د ياد ولايت د موسهي، بګرامیو، خاکجبار، سروبي، ده سبز، چهارآسياب او پغمان ولسوالیو ۳۵۰ تنو ښوونکو ته د ساینس مرکز ریاست په تالار کې یوه ورځنۍ علمي، ښوونیزه او اصلاحي برنامه جوړه شوه.
یاده برنامه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د پوهنې وزارت مالي او اداري معین او د امربالمعروف، نهى عن المنکر قانون د تنفيذ مرکزي هيٸت رٸيس محترم الحاج مولوي صبغت الله وصیل ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ښوونکي د ظاهري بڼې، سیرت، اسلامي اخلاقو او شخصیت د اهمیت په اړه اغېزناکه وینا وکړه او د ښوونکي رول یې د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې مهم وباله.
وروسته د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آورېدلو وزارت مسلکي معین محترم شیخ نورمحمد حقاني په اسلامي نظام کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او له ښوونکو یې وغوښتل چې د یادو چارو د پلي کېدو په برخه کې خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.
همداراز، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ ندا محمد ندیم د سالمې ښوونې او روزنې په بهیر کې د ښوونکي د مقام او رول په اړه تفصیلي خبرې وکړې او د ځوان نسل په سالمه روزنه او فکري جوړښت کې یې د ښوونکي ونډه اساسي وبلله.
په ورته مهال، د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د جماعت د لمانځه د ارزښت او احکامو په اړه ګډونوالو ته لازمې لارښوونې وړاندې کړې. همدارنګه، د دعوت او ارشاد د چارو د سمون لوی رئیس محترم شیخ محب الله مخلص د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه معلومات وړاندې کړل او ګډونوال یې د دغه فرمان د احکامو او لارښوونو رعایتولو ته وهڅول.
د برنامې په پای کې د ښوونکو استازو د دې ډول علمي او اصلاحي برنامو له جوړېدو خوښي څرګنده کړه او د ورته برنامو دوام یې د ځوان نسل د سالمې روزنې، د اسلامي عقیدې د پیاوړتیا، د فکري انحرافاتو د مخنیوي او د ښوونیز چاپېریال لا ښه والي لپاره مهم وباله.
یاده برنامه د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان سروري له لوري د خیر او برکت په دعاٸيې سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱۰
Background image

بهره برداری یک محراب مسجد برای یک مدرسه دینی در ولایت پکتیکا

یک محراب مسجد برای مدرسه دینی سروریه در ولسوالی زرغون‌شهر ولایت پکتیکا، به هزینه ۵۰۰ هزار افغانی از حمایت مالی مردم محل ساخته شده و طی نشستی با حضور مسوولان معارف آن ولایت به بهره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۷
Background image

مساعدت مواد درسی برای شماری از معلمان مکاتب در ولایت لوگر

با حدود ۲۷۴۶ تن معلم در مکاتب مرکز و ولسوالی های ولایت لوگر به تعداد ۷۴ بسته مواد تدریسی به ارزش ۷ هزار و ۶۵۹ دالر مساعدت شده است.
مواد درسی یاد شده که از سوی یک نهاد همکار با معارف. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۵
Background image

سفر کارشناسان نظارتی معینیت تضمین کیفیت وزارت معارف به ریاست معارف ولایت سرپل

کارشناسان نظارتی معینیت تضمین کیفیت وزارت معارف با حضور در ریاست معارف ولایت سرپل، طی نشستی با محترم مولوی رحمت‌الله جابر، رئیس معارف، آمران برنامه‌ها و مدیران ریاست معارف ولایت سرپل. . .

بازگشت به اخبار