د لوګر په کانکور کې غوره زده کوونکي وستایل شول
پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د تېر ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې د لوړو نومرو ګټونکو او بریالیو زده کوونکو د ستاینې غونډه جوړه شوه.
د نوموړو زده کوونکو د ستاینې په مراسمو کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د یو شمېر دولتي ادارو رئیسانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو،ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستې وه.
د کانکور ازموینې یاد مخکښ زده کوونکي د ولایت مقام،پوهنې ریاست او ځوانانو دفتر له خوا د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ وستایل شول.
په ستایل شویو زده کوونکو کې ۷۰ هغه زده کوونکي شامل دي، چې د ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې یې لوړې نومرې اخیستې دي او د خپلې خوښې پوهنځیو ته بریالي شوي دي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال یادې غونډې ته وویل، چې د لوګر زده کوونکو د ۱۳۹۷ کال د کانکور په ازموینه کې ښې پایلې درلودې او د لوړو نومرو په اخیستو سره پوهنتونونو او نیمه تحصیلي موسسو ته بریالي شوي دي.
هغه له نوموړو زده کوونکو غوښتنه وکړه، څو د علم د تر لاسه کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي او هېواد ته د خدمت مصدر وګرځي.
وروسته یو شمېر نورو دولتي چارواکو، دیني عالمانو او مدني فعالانو خبرې وکړې او د نوموړو زده کوونکو د ۱۲ کلونو زده کړو د بشپړولو په برخه کې یې د پوهنې وزارت او پوهنې ریاست هڅې وستایلې.
د لوګر د پوهنې ریاست هر کالې د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ورته غونډې جوړې کړي او د لوړو نومرو ګټونکي او بریالي زده کوونکي یې ستایلي دي.
