د لوګر له دوو ښوونځیو سره د ځمکې مرسته وشوه
د لوګر ولایت د دوو کلیو اوسېدونکو د خپلو سیمو ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو په موخه د ځمکو مرسته وکړه.
دغه مرسته په مرکز پل علم کې د عارف الله اخند زاده او په بره کي برک ولسوالۍ کې د اخندخیلو له ښوونځیو سره شوې ده.
د عارف الله اخند زاده ښوونځي ته یو جریب ځمکه قومي مشر خوشحال احمدزي او د اخندخیلو ښوونځي ته دولس بسوې ځمکه کلیوالو خلکو ور کړې ده.
نوموړي ښوونځي ودانۍ نه لري، چې په راتلونکې کال کې به ورته د اقراء پروګرام له لارې په مرسته شویو ځمکو ودانۍ هم جوړې شي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له ښوونځیو سره د خلکو د ځمکو مرستې وستایلې او زیاته یې کړه، چې په روان کال کې له ښوونځیو سره خلکو د ۱۳۵ جریبه ځمکې مرسته کړې ده.
د یادونې وړده، چې د لوګر خلکو تېر کال هم ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو په موخه ۱۲۵ جریبه ځمکه معارف ته ډالۍ کړې ده.
