د هېواد د ولایتونو پوهنې کړنو ته لنډه کتنه
پروان
د پروان ولایت د پوهنې ریاست د سواد زده کړې کمېټې غونډه، د یاد ولایت د مقام د مرستیال مفتي محمد ادریس انور په مشرۍ، د دغه ولایت د پوهنې رئیس مولوي سید محمد فیضي او د پوهنې د یوشمېر نورو مسئولینو په ګډون جوړه شوه.
د پوهنې رئيس د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو له مسئولينو وغوښتل، تر څو په دغه ولايت کې د سواد زده کړې پروګرامونه پياوړي کړي.
لغمان
د لغمان ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ریاست د مالي او اداري آمر تر څارنې لاندې د سیمه ییزو ادارو د مسئولینو او د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو د استازو په حضور کې جوړه او په ترڅ کې یې لازمې پرېکړې وشوې.
کندوز
د کندوز ولايت پوهنې رئيس مولوي حزب الله مبشر د پوهنې په برخه کې د یو همکار بنسټ له ولايتي استازو سره وکتل او د ماشومانو لپاره یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د لازمو آسانتیاوو پر برابرولو بحث او خبرې وکړې.
بیا هم له پروان ولایت څخه:
د پروان ولایت پوهنې رئیس د یاد ولایت په مرکز چاریکار ښار کې د دیارلسمې پارچې له لومړني ښوونځي او د یوولسمې پارچې لېسې څخه لیدنه وکړه، ښوونکو او زده کوونکو ته یې د دوی د تدریسي موضوعاتو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
هلمند او تخار
د هلمند او تخار ولایتونو د پوهنې ریاستونو د خپلو اړوندو ولایتونو د مدارسو او ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ د ا.مارت پېژندنې سیالۍ پیل کړې.
د مسئولینو په وینا له یادو سیالیو یې اساسي موخه، د ا.ا.ا. د نظام له کړنو او دندو څخه د ځوانانو د پوهاوي د کچې لوړول دي.
