د ترکیې د پوهنې بنسټ مرستیال د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معين سره وکتل
د ترکيې د پوهنې بنسټ مرستيال سليمان آلتون د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معين الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره وکتل .
په ياده کتنه کې ترکي پلاوي په افغانستان کې د پوهنې له بهیر سره په ځانګړې توګه د دارالعلومونو د استادانو د ظرفیت لوړولو او د پوهنې وزارت له نورو څانګو سره د مرستې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د پوهنې وزارت معين راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان له پوهنې سره د یاد بنسټ د مرستو او همکاریو د قدردانۍ ترڅنګ د ياد بنسټ د پروګرامونو د تطبیق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
