د بغلان له پوهنې ریاست څخه خبرونه
د بغلان ولايت د پوهنې رئيس الحاج مولوي محمد نور عزيزي د بغلان ولايت د حکمونو او فرامینو د څارنې د کمېټې له رئيس مولوي عبدالظاهر خليفه سره وکتل او د افغانستان د ا.ا او په ځانګړي ډول د بغلان ولايت د پوهنې رياست د فرامینو د تطبيق په څرنګوالي يې خبرې وکړې.
په بل خبر کې
د بغلان ولايت د پوهنې رئيس د آغاخان موسسې د ښوونې او روزنې له مسوول ويس الدين فرهنګي سره وکتل او د دواړو ادارو ترمنځ يې د همغږۍ په باب خبرې وکړې .
د بغلان ولايت د ښوونې او روزنې آمرینو او د تعلیمي څارنې مسوولينو د دې ولایت په مرکز کې د يوه خصوصي ښوونځي له اداري چارو، د ښوونکو د درسي پلانونو او نور اداري او تدريسي اسنادونو څخه څارنه وکړه.
د جلګې ولسوالۍ د پوهنې او د تعلیمي څارنې آمرینو د بغلان د پوهنې رياست له پلاوو سره یو ځای د جلګې ولسوالۍ د ښوونځيو د کرايي ملکيتونه څخه لیدنه وکړه.
د ده صلاح ولسوالۍ د پوهنې آمر د دې ولسوالۍ د څارنې له آمر سره یو ځای د صیاد د نجونو لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه څارنه وکړه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ د پوهنې آمر د آغاخان د دفتر د ښوونې او روزنې له استازي سره د کتنې پر مهال د پوهنې د څارنې دوو تنو غړو ته دنده ورکړه، چې د آغاخان موسسې په مرسته د سيمه ييزو ښوونيزو ټولګيو له فعاليتونو څخه څارنه وکړي.
