د پوهنې وزارت اړوند د ساینس مرکز کې د ښوونکو د ظرفیت دارتقاء سیمینار پای ته ورسید
د پوهنې وزارت د نصاب او مسلکي انکشاف د لوی ریاست اړوند د ساینس په مرکز کې د استادانو د ظرفیت د ارتقاء په موخه دایر شوی ۲۲ ورځنی سیمینار پای ته ورسید.
هغه مراسم چې په همدې مناسبت د ساینس مرکز د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شوي وو، دپوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معینیت سرپرست معین او د یاد وزارت د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي عبدالخالق صادق صاحب، دنصاب رئیس مولوي صبغت الله وصیل صاحب، دکابل ښار دپوهنې رئیس مولوي احسان الله خطاب صاحب او د نشراتو او عامه اړیکو رئیس عزیزاحمد ریان ، له یاد سیمینار څخه فارغ شویو استادانو او د نصاب او مسلکي انکشاف د لوی ریاست کارمندانو پکې برخه درلوده .
غونډې ته د پوهنې وزارت مسئولینو، د ساینس د مرکز کارمندانو او د یاد سیمینار شاملو ښوونکو ویناوې وکړې او د خپلو ویناوو په ترڅ کې یې د دې ډول سیمینارونو دایریدل د ښوونکو د ظرفیت د لوړولو په برخه کې خورا مهم او اړین وګڼل.
دیادونې وړ ده، چې په یاد سیمینار کې د کابل ښار او اړوندو ولسوالیو (۱۰۰) تنه ښوونکو برخه درلوده او هره ورځ ورته د ټاکلي مهال وېش سره سم عقیدوي او فکري درسونه ورکول کېدل او هم ورته د ریاضي،فزیک،کیمیااو بیولوژي مضامین تدریس کېدل .
د یاد سیمینار مالي امکانات د افغان استرالیا انکشافي موسسې له لوري چمتو شوي وو .
