د لوګر د پوهنې ریاست د سږني کانکور بې وزلو او بې نتیجې ځوانانو ته د نیمه لوړو زده کړو زمینه برابریږي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د پوهنې ریاست د سږني کانکور بې وزلو؛ نیمه عالي موسسو ته د کامیاب شویو او بې نتیجې ځوانانو ته د نیمه عالي زده کړو زمینې برابرولو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
دغه هوکړه لیک د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي په پل علم ښار کې د مکین په نوم د یوه خصوصي انسټیټوټ له مشر محمد داود هاشمي سره د والي مرستیالې رابعې ستانکزی په حضور کې لاسلیک کړ.
د یاد تړون په اساس؛د کانکور په سږني ازموینه کې هغه نجونې او هلکان ؛ چې بې وزلې دي، نیمه عالي خصوصي موسسو ته کامیاب شوي او یا هم بې پایلې پاتې دي د څلوېښت فیصده تخفیف په پام کې نیولو سره به په یاد انسټیټوټ کې جذب شي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یاد هوکړه لیک د لاسلیک کولو پر مهال وویل؛چې د دغه هوکړه لیک موخه د کانکور په ازموینه کې بې وزلو، نیمه عالي خصوصي موسسو ته د کامیاب شویو او بې پایلو نجونو او هلکانو ته د نیمه عالي زده کړو د فرصتونو برابرول دي.
د لوګر مرستیالې والي رابعې ستانکزی د یاد تړون پر لاسلیک کېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه، ؛په دې هوکړه لیک سره به هغه نجونې او هلکانو نیمه لوړو زده کړو ته لار مومي،چې بې وزلې دي؛د کانکور په ازموینه کې نیمه عالي موسسو ته کامیاب شوي او یاهم پاتې راغلي دي.
د مکین خصوصي انسټیټوټ مشر محمد داود هاشمي وویل؛چې دوی د کانکور ازموینې بې وزلو ګډونوالو، نیمه عالي موسسو ته د بریالي شویو او بې نتیجې ځوانانو ته په کم فیس د تحصیل زمینه برابره کړې ده.
د لوګر په سږني کانکور کې د ۲۷۴ نجونو په ګډون ۳۰۳۲ زده کوونکو برخه اخیستې وه، چې نږدې ۹۸۴۴ سلنه زده کوونکي یې بریالي شوي دي.
د نوموړو زده کوونکو له ډلې ۱۵۲۸ تنه دولتي عالي موسسو، ۱۵۱ تنه نیمه دولتي موسسو او ۱۳۰۶ تنه خصوصي عالي موسسو ته کامیاب شوي او پاتې ۴۷ تنه نور یې بې پایلې اعلان شوي دي.
