د ارزګان د ښوونځيو شوراګانو غړو ته ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_ارزګان: د ارزګان د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دري ورځنی ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکارۍ او د یونیسف موسسې په مالي لګښت جوړ شوی دی.
د ورکشاپ ګډنوالو ته د معارف سره د ښوونځیو دفعال ساتلو کې مرسته ، د مسوولیتونو ور پیژندل او دشوارګانو د اهمیت او پیاوړتیا په برخه کې روزنه ورکول کېږي.
د ارزګان د پوهنې رییس میرزامحمد سالارزی د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، چې د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د ښوونځیو د شوراګانو د غړو وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه، چې د خپل کلني کاري پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او روزنې ته خاصه پاملرنه کړې ده.
همدارنګه د پوهنې رییس د یونیسف له اداري مننه وکړه، چې تل یې د پوهنې ریاست سره د ښوونکو او کارکوونکو دظرفیتونو په لوړه ولو او نورو برخوکې مرستي کړې دې.
