هلمند کې کلیوالي ټولګیو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_هلمند: د هلمند د مرکز او ولسوالیو د کلیوالي ټولګیو ۹۶ تنه ښوونکو ته د پیداګوژۍ او ماشوم ساتني په اړه پنځه ورځنۍ روزنیز ورکشاپ پیل شو
دغه ورکشاپ د ای ار سي موسسې له لوري جوړ شوی، چې د پیدا ګوژی ، ماشوم سانتې او د نویو ښوونیزو مېتودونو په اړه به ګډونوالو ښوونکو ته لازم مالومات ورکړل شي.
په یاد ورکشاپ کې د کلیوالي ټولګیو ۵۱ تنه ښځینه او ۴۵ تنه نارینه ښوونکي برخه لري.
د هلمند د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاري وايي، چې دغه ورکشاپ یې د مسلکي ښوونې او روزنې په اړه د ښوونځيو او کلیوالي ټولګیو د ښوونکو لپاره جوړ کړی، چې پکې به ښوونکو ته د محلي زده کړو او نورو تدریسي میتودونو په اړه لازم مالومات ورکړل شي .
صفاري همدا راز د یادو ښوونکو غوښتنه وکړه چي د خپلو ټولګیو نوي شمولیت اخستوونکي ماشومان په ښه توګه وروزي.
د یادوني وړ ده چي د ای ار سي همکاري ادارې تر څنګ د یونسیف د ټولګیو ۱۵۰ تنه ښوونکو ته د ظرفیت لوړوني ورکشاپ روان دي.
