د لغمان د ښوونځیو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_لغمان : د لغمان ولایت د مرکز اړوند او قر غیو ولسوالۍ د ښوونځیو ۴۲۰ تنو ښځینه او نارینه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې پنځه ورځنی ورکشاپ جوړ شو
یاد ورکشاپ د پوهنې ریاست په همکاری او د اې سي آر موسسې په مالي مرسته جوړ شوي چې د مهتر لام ښار او قرغیو ولسوالۍ ۴۲۰ تنو داصول صنفي ښوونکو پکي ګډون ګړي .
په یاد ورکشاپ کې به نوموړو ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې او اغیزمن تدریس په برخه کې زده کړې ور کړل شوې، چې په ښوونځيو کې به د تدریس پر مهال عملي ګټه ترې واخلي.
ښځینه او نارینه دمرکزاوقرغیو ولسوالۍ ښوونکو ته پنځه ورځني ورکشاپ د اې سي آر مؤسسې په مالي لږښت جوړ شو. دپوهنې رﺉيس عبدالله حمیدي ، تدریسي آمرمحمدکریم رحیمي هریو په خپل وار خبرې وکړې او ښوونکو ته سپارښتنه وکړه چې زده کوونکو ته د لیک اولوست پوره عملي کړي او دمؤسسې څخه مننه وکړه چې یاد مؤسسه دیرش لومړنۍ ښوونځۍ ترخپل چتر لاندې نیولی .
