د افغانستان د ازادي د سیلمي کلیزي په ویاړ په غزني کې د ترانو ویلو جشنواره ولمانځل شوه
د افغانستان د ازادي د سیلمي کلیزي د راتلو په مناسبت د غزني ولایت د پوهني ریاست لخوا د ترانو ویلو جشنواره دپوهنې ریاست د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې له همدې امله جوړه شوي وه د غزني والي وحیدالله کلیمزی، د دولتي ادارو ریسانو، کارکوونکو؛ ولایتې شورا وکیلانو ، قومي مشرانو، دیني عالمانو، او د بیلابیلو ښوونځیو ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی درلود.
د غزني د پوهنې رییس محب الرحمن انصار د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست تر ځنګ د پوهني د اهمیت ، ازادي، او د اماني فکر او تګلاري په اړوند خبري وکړي.
د پوهنې رییس ازادي د انساني فطرت مطلوبه تګلاره ،او دالله ج له لوري یو انسان ته ورکړل شوی حق وباله د خپل ملت او پلرونو تیري کارنامي یي تاریخي ویاړ وباله. همدارنګه یی د غازي امان الله خان ستر شهکار او تاریخي ابتکار په نړیوال تاریخ کې د خپل ملت او هیواد لپاره ننګ او عزت یاد کړ او اماني فکر یي د ملت د ویښتابه او ازادي لپاره د ابتکار او خوځښت زنګ ونوماوه.
ښاغلي انصار صیب د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې ازادي په توره ګټل کیږي اما بیرته په قلم ساتل کیږي ، باید د علم ډیوي او قلم ته ترجیح ورکړو ترڅو تل خپلواک اوسو او په دي مناسبت یي د قلم او پوهي په ارزښت هر اړ خیز بحث وکړ.
همدارنګه د غزني والي ښاغلي وحیدالله کلیمزي د غونډی ګډونوالو ته د ازادي په هکله هر اړخیز خبري وکړي او غازي امان الله خان ته یی د ملي اتل او نه هیریدونکي څیري خطاب وکړ.
کلیمزی په هیواد کي د ازادي ترڅنګ سوله هم ارزښتناکه او حیاتي موضوع یاده کړه له خلګو یې هیله وکړه تر څو د سولي د راوستلو او ټیکاو په برخه کې خپلي هڅی ګړندې او له حکومت سره همکار پاته شئ.
د یادوني وړ ده چې د دولتي او خصوصي ښوونځیو زده کوونکو د ازادۍ او یوالي په تړاو په خپلوترتیب کړو ترانو غونډي ته لا ښکلا ور وبښله چي د غزني د والي ښاغلي وحیدالله کلیمزي له لوري د لا تشویق په موخه په نغدي جایزو ونازول شول.
